Saturday 30 July 2011

[Pak Youth] Ramazan~R

jo pdf me hai wo our ye likha howa ye dono alag alag ulomaa ke bayanat hia Ramazan k bare me


داجرونواوثوابونودګټولو بهترين موسم

 

قدرمنومسلمانانوورونودرمضان مبارکه مياشت دثوابونو،مغفرت،صبر،همدردى اودجهنم داورڅخه دخلاصون بهترين موسم دى،الله پاک فرمايى "ياايهاالذين امنواکتب عليکم الصيام کماکتب على الذين من قبلکم لعلکم تتقون"

ژباړه: اى مومنانوپه تاسوباندى روژه فرض کړى شويده لکه څنګه چې ستاسونه مخکې خلکوباندى فرض کړى شوي وه ،ددى لپاره چې تاسى پرهيزګاره شي.

نوراځي چې درمضان دمبارکې مياشتي خصوصيات اودپرهيزګاره کيدواسباب وپيژنو:

١ .په رمضان کې ديوفرضى عمل ثواب داويافرضى عملونوپه اندازه ورکول کيږي.

٢ .دنفلى عمل ثواب دفرضى عمل په اندازه ورکول کيږي.

٣ .دنيکواعمالوثواب دوه چنده کيږي.

٤ .دګناه کولوسزالوى اوزياتيږي .

٥ .چاچې په پوره ايمان سره ددغى مياشتى روژه ونيوله پخوانى ټول ګناهونه يى بخښل کيږي.

٦ .چاچې يوروژه دارته روژه ماتى ورکړنودده ګناهونه بخښل کيږي ،داورڅخه خلاصيږي اودهغه داجرپه شان اجرورکول کيږي.

٧ .دروژه داردخولى بوى الله تعالى ته دمشکودخوشبوى څخه هم ډيرخوشبويه دى.

٨ .ملايکې روژه دارته دروژه ماتې تروخته پورى دمغفرت دعاګانى غواړى.

٩ .جنت هره ورځ دروژه دارانولپاره ښايسته کيږي.

١٠ .سرکشه شيطانان تړل کيږي.

١١ .دروژى په اخره شپه ټولوروژه دارانوته بخښنه کيږي.

١٢ .دجنت دروازى خلاصيږي اودجهنم دروازى تړل کيږي.

١٣ .روژه دګناهونوڅخه دخلاصون سپردى.

١٤ .روژه دارته الله پاک دوه خوشحاليانى ورکوي،يوه په دنياکې چې دافطارى کولوپه وخت کې خوشحاليږي اوبله په اخرت کې چې کله دالله (ج)سره مخامخ شي.

١٥ .دروژه دارانولپاره دجنت يوه خاصه دروازه ده چې هغى ته (باب الريان)ويل کيږي.

١٦ .ددريوکسانودعاالله پاک نه ردکوي،يعنى ضروريى قبلوي يوپکې روژه داردى.

١٧ .درمضان اوله عشره رحمت دى ،منځنى عشره يى مغفرت دى اواخره عشره يى دجهنم داورڅخه خلاصي دى.

١٨ .څلوراعمال بايدپه روژه کې ډيرزيات وکړى شي،ځکه چې ددووپه کولوسره الله راضى کيږي،چې يولااله الاالله اوبل استغفارډيرډيرويل دي،اودوه نوراعمال داسى دى چې دهغى نه دانسان خلاصى نه شته،يودالله (ج)څخه جنت غوښتل اوبل دجهنم څخه پناه غوښتل.

١٩.چاچې روژه دارته دروژه ماتى په وخت کې يوګوټ اوبه ورکړي ،نوالله پاک به دى دحوض کوثر داوبوڅڅه خړوبه کړي چې جنت ته ترداخليدوپورى به بيا نه تږي کيږي.

٢٠.په رمضان کې يوه مبارکه شپه ده چې دهغى عبادت دزرومياشتودعبادت څخه غوره دى.

نوځکه روژه داربايددفحشوخبرو،دبى حيايى دکارونو،غيبت کولواوټولونارواواعمالوڅخه ځان وساتى ترڅوددغوثوابونودګټلووړشي.

الله تعالى دى مونږته په دى دعمل کولوتوفيق راکړي.

 

ومن الله التوفيق

استاد شمس الحق کاکړ



--
*Zaroorat tor deti hai gharur o beniazi ko Iqbal,
Na hoti koi majburi to har banda khuda hota.~R

BEST REGARDS
Accountant Assistant of Jamiya
PLZ REMEMBER ME IN UR PRAYERS
raziq_khan2007@yahoo.com
arazaqkotwal@gmail.com*


--
-
You received this message because you are subscribed to the Google Groups "Pak Youth" group.
To post to this group, send email to pak-youth@googlegroups.com.
To unsubscribe from this group, send email to pak-youth+unsubscribe@googlegroups.com.
For more options, visit this group at http://groups.google.com/group/pak-youth?hl=en.

No comments:

Post a Comment